د جلال آباد - تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره سړک د ترمیم کار د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شو

media_admin
Wed, Sep 27 2023 9:21 AM
د جلال آباد - تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره سړک د ترمیم کار د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شو

د ټولګټو وزات لخوا؛ د جلال آباد - تورخم لویې لارې د ۷۵ کیلو متره اوږد سړک د ترمیم کار د ننګرهار ولایت د والي مرستيال، د دغه ولایت د ټولګټو  رئیس او یو شمېر نورو سیمه اییز مسؤلینو په شتون کې پیل شو.

د سړک د ترمیم دغه پروژه د ټولګټو وزارت او قدیر نصیر خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې د شپږو مياشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي، چې لګښت يې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده؛ د يادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د سوداګریزو توکو په لیږ رالیږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

.

9 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS