د هېواد د يو شمېر لويو لارو او سړکونو څخه د سېلابي موادو پاکاري او تخریب شویو برخو ترمیم او هموار کاري په چټکۍ سره جریان لري

media_admin
Wed, May 22 2024 9:23 AM
د هېواد د يو شمېر لويو لارو او سړکونو څخه د سېلابي موادو پاکاري او تخریب شویو برخو ترمیم او هموار کاري په چټکۍ سره جریان لري

 د تېرو ورځو د اورښتونو او سېلابونو له امله په باميان ولايت کې د بامیان - سرپل، د باميان - بغلان لویې لارې، د یکاولنګ ۲نمبر ولسوالۍ مسير، دغه راز  په غور ولايت کې د یو شمېر نښلوونکو سړکونو، په پروان ولایت کې د سرخ پارسا ولسوالۍ مسیر، او په بغلان ولايت کې د ګذرګاه نور ولسواليو مسيرونه د ورستیو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله زیانمن شوي او د سړک غاړو ته رسوبي مواد راټول شوي وو، چې دامهال يې تخریب شویو برخو د ترميم او پاکولو کار  په چټکۍ سره جریان لري. دغه راز د غور ولایت د جلګې ولسوالۍ مسیر دا مهال د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستی دی.

همدارنګه، د بدخشان، سمنګان، سرپل، بلخ، تخار، پکتیا، نورستان او خوست ولايات کې هم دوروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ځينې ترانسپورتي ستونزې رامنځته شوې دي، چې د ټولګټو وزارت اړوند ولایتي ټيمونه هڅه کوي ترڅو ژرترژره یادې ستونزې هوارې کړي. 

د يادونې وړده چې د ځینو ولايتونو د ولسواليو نښلونکي سړکونه چې د ورستيو سیلابونو او رسوبي موادو له امله بند دي په دغو ولایتونو کې د ټولګټو وزارت په شته ماشینرۍ سربیره دیاد وزارت لخوا له شرکتونو څخه نوره ماشینري په کرایه نیول شوې تر څو ژرترژره بند مسیرونه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS