په سمنګان ولایت کې د خرم او سرباغ مسیر اړوند د مولا علي ویجاړ شوی پل بیا رغول کیږي

media_admin
Thu, May 30 2024 11:29 AM
په سمنګان ولایت کې د خرم او سرباغ مسیر اړوند د مولا علي ویجاړ شوی پل بیا رغول کیږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني شمالي ولایتونو د خپل سفر په ترڅ کې، د خرم سرباغ او روی دوآب ولسوالیو مسیر له تخریب شوي سړک او پل څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د سمنګان ولایت د ټولګټو رئيس او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر و ویل، چې له کابل څخه به یو تخنیکي ټیم سیمې ته استوي؛ ترڅو د یاد ټیم د تخنیکي نظریاتو او وړاندیزونو وروسته دغه پل ترمیم او بیا و رغول شي.

همدارنګه نوموړي د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د یاد پل تر ترمیم او بیا رغونې پورې دې د خلکو د آسانتیا او  ترافیکي وسایطو د تګ راتګ لپاره یو بدیل مسیر و رغوي.

د یادونې وړده، چې دغه پل د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوی دی او خلکو ته یې د تګ راتګ پر مهال ترانسپورتي ستونزې رامنځ ته کړې دي

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS