د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.

media_admin
Mon, Jul 01 2024 2:24 PM
جلسه اداری وزارت فواید عامه برگزار گردید

غونډه چې د قران عظیم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، پکې د سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني ترڅنګ د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال محترم مولوي عبدالکريم فاتح، د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او ټولو رئيسانو ګډون کړی وو.
په پیل کې سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني وويل: «د وزارت ټولې چارې باید په قانوني ډول او پر وخت ترسره شي او په چارو کې دې د هر ډول ځنډ او خنډ مخه ونیول شي.»
نوموړي زياته کړه، هڅه دې وشي، ترڅو د وزارت د سږکال په پلان کې شاملې ټولې پروژې پر وخت او ښه کيفيت تطبيق شي.
هغه د غونډې پرمهال مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ټولو چارو ترسره کولو جدي اوسي او په ښه توګه له خپلو کارونو څخه څارنه وکړي.
همداراز په غونډه کې د ګډونوالو له لورې د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ اړوند د ټولو پروژو د تخنیکي، تدارکاتي، ډیزاین او سروې چارو د ښه تنظيم او تطبيق په موخه هم مفصل بحثونه ترسره او لازم تصاميم ونيول شول.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS