د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

media_admin
Mon, Jul 22 2024 8:36 AM
سرپرست وزارد ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه ت فواید عامه از جریان کار شاهراه سالنگ ها بازدید به عمل آورد

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې  د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې یې چمتو شوی بديل (فرعي) مسير د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس او د قرارداي شرکتونو مسئولينو  په شتون کې د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.
په دغو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر وویل: ټولګټو وزارت د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بديل مسير چمتو کړی چې د اصلي مسير د کار په جريان کې به کوچني مسافر وړونکي وسايط له ياد مسير څخه تګ راتګکوي.

همدارنګه نوموړي په ياد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دريو برخو ( شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي - خنجان) له کاري بهير او کرش پلانټونو څخه ليدنه وکړه او تطبيق کوونکو ټيمونو ته يې لارښوونه وکړه چې د یادې لویې لارې کار دې په غوره کيفيت، چټکتيا او د وزارت له پلان سره سم بشپړ کړي.
 يادونه: د اسد مياشتې له ۴مې نېټې څخه په دغه لاره تلونکي کوچني وسايط د ورځې لخوا له  دواړو خواوو له چمتو شوي بديل مسيرڅخه، باروړونکي او غټ مسافر وړونکي (۵۸۰-۴۰۴-۳۰۳) وسايط: په نوبتي ډول يوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کيږي ؛ خو کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې  په دغه وخت د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.
 

.

1 year 11 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS