د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Nov 20 2024 2:26 PM
د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

ټولګټو وزارت د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹‌۸۹۵۰۶۰ ميلیونو افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد کړي چې دامهال یې ودانیزې چارې عملاً پیل شوې دي.

دغه وزارت دکندهار – هرات  لویې لارې اړوند یاد ۸ محرابه مسجدونه (د کندهار ولایت اړوند د میوند ولسوالۍ مسجد، د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ مسجد، د فراه ولایت اړوند د ګلستان او فراه رود ولسوالیو مسجدونه، د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ مسجد او د هرات ولایت د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو مسجدونه) چې رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا د بیلابیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي وو چې دا مهال یې کار رسماً پیل شو او جریان لري چې د هر یو مسجد ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

۸ محراب مساجد

د یادونې وړ ده، چې   ټولګټو وزارت له دې وړاندې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د ۶ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې پیل کړې وې، چې په بیلا بیل فزیکي پرمختګ سره یې رغنیزې چارې جریان لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت له لوري د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله د ۱۴۴۴/۱۰/۱۳ نیټې د (۳۵۸۴) ګڼې حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتره په واټن سره یو محراب مسجد( په ټول هېواد کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي) ، چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو چې له دې جملې څخه ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي دي په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه لري.

۳۰ مه عقرب د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS