د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) ۳۴مه سيمه ييزه غونډه په ترکیه کې ترسره شوه

kalim_admin
Sat, Nov 30 2024 2:22 PM
۳۴مين نشست منطقوی اتحاديه بین المللی خطوط آهن (UIC) در ترکیه برگزار شد

 

د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) ۳۴مه سيمه ييزه غونډه د روان ميلادي کال د نومبر مياشتې په ۲۸مه د ترکیې په پلازمېنه استانبول ښار کې د ۱۶ غړو هيوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په غونډه کې لومړی د يادې اتحاديې عمومي رئیس محترم آلان بيراود د خپلې وينا پرمهال، په تېر يوه کال کې د اوسپنې پټلۍ اړوند د سیمه ییزو همکاریو او لاسته راوړنو په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د ترکیې د اوسپنې پټلۍ عمومي رئيس محترم ويسي کورت او د منځني ختيځ د سيمه ييزې ټولنې (RAME) د دفتر رئيس د خبرو پرمهال د اوسپنې پټلۍ پر بنسټيزه پراختيا او معياري کولو او د سوداګريزو توکو د لېږد-رالېږد په برخه کې د شته خنډونو او ننګونو په لمنځه وړلو ټينګار وکړ.

۳۴مين نشست منطقوی اتحاديه بین المللی خطوط آهن (UIC) در ترکیه برگزار شد

د غونډې په دوام د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د خپلې وينا پرمهال وويل: «دا چې د اوسپنې پټلۍ د بنسټونو رغول او معياري کول يو ملي او نړيوال بعد لري، خو د ا.ا.ا ته د تيرو څو لسيزو پاتې ستونزو او ننګونو سره-سره د اوسپنې پټلۍ بنسټیزه پراختيا کاري لومړيتوب لري.»

نوموړي د سيمه ييزو هيوادونو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د ا.ا.ا د غوره سوداګريزو اړيکو ساتلو په موخه د اوسپنې پټلۍ بنسټیزې پراختيا، د ګټې اخيستنې د خدماتو کيفيت لوړولو او ساتنې او څارنې په برخه کې اغيزمنو هڅو ترسره کولو ته ژمن دی.

د غونډې پرمهال د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې استازو ژمنه وکړه، چې په راتلونکو روزنیزو کورسونو کې به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کارکوونکو ته بلنه ورکړي، ترڅو ددې اتحاديې له لوري په چمتو کېدونکو ځانګړو روزنیزو کورسونو کې برخه واخلي.

په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې او منځني ختیځ د سيمه ييزې ټولنې د استازو لخوا د وروستيو فعالیتونو، لاسته راوړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکو پلانونو په تړاو مفصل کلنی راپور وړاندې شو.

د ا.ا.ا په استازيتوب د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د معینیت له لوري د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د وروستيو پرمختګونو، تر کار لاندې پروژو، لاسته راوړنو او راتلونکو درې کلنو لومړيتوبونو په تړاو مختصر راپور وړاندې شو، چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شو.

۱۰ قوس د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS