تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Sun, Mar 09 2025 10:24 AM
تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۱۰مې څخه د حوت تر ۱۶مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۶۶۲۹) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۳۰۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۲۷۱۲) ټنه او د خواف –هرات (۴۰۷۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۸۵۷۱۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۳۹۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

.

1 year 9 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS