په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, Apr 07 2025 1:44 PM
په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له لومړۍ نيټې څخه د حمل تر ۱۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د حیرتان بندر له لارې (۹۶۴۰۳ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۰۹۱۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۷۹۱۱) ټنه او د خواف –هرات (۳۵۹۰) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۲۸۸۱۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي. د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې (۴۵۷۰) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي. هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي. ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS