د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  د(5) پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
پروژه خدمات تخلیه و بارگیری اموال صادراتی و ترانزیتی پورت نمبر 5 خط آهن حيرتان - مزار شریف

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو لپاره په قرارداد ورکړي، چې (MOPW/1404/NC-3LNCB)  تشخصیه شمیره لرونکې ده، دسیف الرحمن خدماتي او ساختماني شرکت ته چې د(47767) جواز نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم  په (9.988) فیصدۍ د شرکت ونډه  او پاتې (90.012٪) فیصدي د ټولګټو وزارت ونډه کیږي، چې مرکز( کابل ) کې د روسیې سفارت ته نږدې دار المان سرک کې موقعیت لري په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

.

2 years 1 month ago

.