د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
Tue, Sep 02 2025 8:10 AM
د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د مزارشریف – دره صوف سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې نن د بلخ ولایت مقام د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، دیاد ولایت د تولګټو رئیس مولوي عبدالصبور صابر، د ځینو سیمه ییزو مسؤلینو، مجاهدینو او د سیمې د ځینو مخورو په شتون کې پیل شوې.

د مزارشریف – دره صوف سړک ۵۶.۳ کیلومتره اوږدوالي لري، چې د یاد ولایت له شولګرې ولسوالۍ څخه پیل د سمنګان ولایت تر حدودو پورې رسیږي، د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې نن یې کار رسماً پيل شو.

په یاده پروژه کې د یو شمیر پلګوټو او استنادي دیوالونو د ترمیم او بیارغونې کارونه هم شامل دي، چې د یو کال په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره به د خلکو ټرانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنیزو او سوداګریزو توکو په چټک او خوندي انتقال کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

.

1 week 3 days ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS