په دایکندې ولایت کې د نیلي – آب چکې د شاوخوا ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو چارې د شاوخوا ۴۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Sat, Sep 06 2025 8:09 AM
په دایکندې ولایت کې د نیلي – آب چکې د شاوخوا ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو چارې د شاوخوا ۴۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

به دایکندې ولایت کې د دایکندې – کندهار سړک اړوند د نیلي – آب چکې  سړک د ترمیم او پراخولو چارې نن د دایکندي ولایت د مرستیال والي محترم الحاج مولوي احسان الله رحمت یار، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي اکرام الله عبد الرافیع، د ځینو سیمه ییزو مسؤلینو، مجاهدینو او د سیمې د یو شمیر مخورو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک شاوخوا ۱۹ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د دایکندي ولایت د مرکز نیلي اړوند له کهنه دې سیمې څخه د ياد ولایت د پاتو ولسوالۍ تر آب چکې سیمې پورې رسیږي او په اوږدو کې یې د ۳۲ پایو پلګوټو د بیارغونې او ترمیم کارونه هم شامل دي.

یاده پروژه د ټولګټو وزارت لخوا د ۴۵.۵میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده، چې د څلورو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د چارو په بشپړیدو سره به د خلکو ټرانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

.

1 month 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS