د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د عزیزکلا- سفندې دښتې د ۲۶.۸ کیلومتره سړک د څنډو (شولډرونو) د رغولو چارې د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – کندهار لویې لارې اړوند له عزیزکلا څخه تر سفندې دښتې پورې د ۲۶.۸ کیلومتره سړک د څنډو(شولډرونو) د رغولو کار د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني ولایت د ټولګټو د رئیس محترم الحاج مولوي عبدلقدیر بلال او یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې پیل شو.
د کابل – کندهار لویې لارې یاده برخه ۲۶.۸ کیلومتره اوږدوالی لري چې د دواړو خواو شولډرونه یې په DBST ډول رغول کیږي او د دوو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل – کندهار لویې لارې د یو شمېر نورو برخو د درېیمې طبقې اسفالټ او په DBST ډول د سړک څنډو ( شولډرونو) د رغولو کار هم جریان لري.