د کابل - ګردیز لویې لارې د ٧٦ کیلومتره سړک د داغگیرۍ چارې پیل شوې

kalim_admin
Wed, Oct 22 2025 11:44 AM
 د کابل - ګردیز لویې لارې د ٧٦ کیلومتره سړک د داغگیرۍ چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د کابل - ګردیز لویې لارې اړوند د ٧٦ کیلومتره سړک د داغگیرۍ چارې د ١٧.٤ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د مرستیال والي الحاج محمد انور دین ‌پرور، د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس محترم مولوي جنت ګل سراج، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.

یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ١٧ میلیونه او ٤٠٠ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د ترمیم او داغگیرۍ کار به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یاد سړک د کار په بشپړېدو سره به د درنو هېواد والو په ځانګړي ډول د یاد مسیر څخه د تلوونکو مسافرو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزوتوکو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو، اوسپنې پټلۍ، پلونو او پُلګوټو په ترمیم، رغونې او بیارغونې سره درنو هېواد والو ته د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د هوسا او ډاډمن انتقال په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS