د بلخ – شبرغان عمومي مسیر د ۲۵ کیلومتره سړک د دیزاین بلټ چارې په تخمیني ډول د څه باندی ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Nov 26 2025 10:40 AM
د بلخ – شبرغان عمومي مسیر د ۲۵ کیلومتره سړک د دیزاین بلټ چارې په تخمیني ډول د څه باندی ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د بلخ – شبرغان عمومي مسیر ۲۵ کیلومتره سړک، چې د یاد ولایت له بلخ ولسوالۍ څخه پیل او د چاهي ولسوالۍ تر حدودو پورې رسیږي دا مهال یې د ډیزاین بلټ چارې د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح، د دغه ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس  الحاج مولوي عبدالصبور صابر، دبلخ ولایت د علماو شورا ریس شیخ مولوي محمد حلیم حیات، دبلخ پوهنتون ریس شیخ محمدسعید هاشمی اویو شمېر سیمه ییزو مسؤلانو او قومې مخورو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک ټولټال ۹۰ کیلومتره اوږدوالی لري او دامهال یې د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د ډیزاین بلټ چارې، چې د ۲۲ پایې پلګوټو د رغونې کارهم پکې شامل دی په تخمیني ډول د ۴۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې د دوو کلونو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې پرتطبیق د سیمې خلک خوښ دي او وایي چې د دا ډول پروژو د کارپه جریان کې  به د سیمې ګڼ شمېر او سیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د کار په بشپړېدو سره پر یاده لویه لار د تلونکو هېوادوالو د تګ راتګ او سواداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو او ولایتونو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي او دا مهال عملاً جریان لري.

.

3 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS