د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک اړوند د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د کابل – جلال آباد لویه لار د هېواد یوه مهمه او ستراتیژیکه لویه لار ده، چې د لوړو او ژورو سیمو څخه تېریږي، ټولګټو وزارت یې د دویم لین سړک درغونې کار پیل کړی، چې د سړک د یو شمېر برخو د کټنګ چارې تر ۱۰- ۲۰ – ۳۰ او ۴۰ مترو پورې، د یو شمېر برخو د پرکارۍ چارې بشپړې شوې دي او جریان لري، د دغه سړک په اوږدو کې د یو شمېر استنادي دیوالونو، پلونو او پلګټو د رغونې کارهم شامل دی او دامهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د دغې لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یاد سړک د قراردادي شرکت مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د اړوند کاري پرسونل شمېر دې زیات کړي، د ۵۰ عرادې فعالې ماشینرۍ ترڅنګ دې یو شمیر نوره ماشینري هم د کار په ساحه کې زیاته کړي او که هوا مساعده وي د ژمې په جریان کې دې هم د کټنګ او پرکارۍ چارې ترسره کړي.
دا مهال د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک رغنیزې چارې د ۳۲ او ۲۲ کیلومترو په اوږد والي سره په دوه برخو کې عملاً جریان لري.
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د یادې ستراتیژیکې او تاریخي پروژې چارې په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې د نړیوالو ستندردونو سره سمې بشپړې کړي.
د یادونې وړده، چې د ټولګټو وزارت د یادې پروژې له کاري بهیر څخه په دوامداره توګه نظارت او لیدنې تر سره کوي، ترڅو د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په غوره کیفیت سره ترسره شي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
