په لغمان ولایت کې د یو پایه ۱۰۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Thu, Dec 18 2025 10:10 AM
په لغمان ولایت کې د یو پایه ۱۰۰ متره پل د رغونې چارې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت د ځایي اوسیدونکو د ستونزو د حل په موخه، د لغمان ولایت اړوند ده زیارت کلي د علیشنګ پر سیند د یو پایه پُل د رغونې چارې د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت والي قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت ټولګټو رئیس ملا همایون احمدي، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل کړې.

دغه پل ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹.۳ متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور تر منځ قرارداد شوې دي چې د یوه کال په موده کې به یې کار بشپړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې د کار په جریان کې په ورځنې ډول شاوخوا  د سیمې ۱۰۰ تنو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابریږي او په بشپړېدو سره به یې د سیمې ۵۰ زره کورنیو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو انتقال په برخه کې به ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS