د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

kalim_admin
Sun, Dec 21 2025 12:19 PM
د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان  شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر څخه اوښتی، چې له امله یې ۵ تنه مسافرین شهیدان او ۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټولګټو وزارت د سالنګونو ریاست پرسونل او مسئولانو پروخت ځان د پیښې سیمې ته رسولی وو، چې ژر ترژره یې ټپیان د درملنې په موخه د خنجان کلینک ته انتقال کړي دي.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت رهبري د الله متعال له ستر دربار څخه شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.

ټولګتو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټرچلوونکو څخه یو ځل بیا غوښتنه کوي چې د یادې لویې لارې څخه د تګ راتګ پرمهال دې، د لارې مؤظفینو لارښوونو ته په کلکه پاملرنه وکړي، ترافیکي قوانین دې مراعت کړي، ګرمې جامې، خوراکي توکي او د وسایطو لپاره دې ځنځیر( چین) له ځان سره ولري ترڅو د زړه بوږنوونکو پیښو مخه ونیول شي.

د یادونې وړده، چې دا مهال په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان لري او هوا نسبتاً طوفاني ده، د سالنګونو لویې لارې موظف پرسونل او کار کوونکي د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې د واورو په پاکوولو بوخت دي او یاده لویه لار د طوفاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

.

3 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS