د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

kalim_admin
Wed, Dec 24 2025 1:57 PM
د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال او کفیل، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د دغه وزارت د تخنیکي رئیسانو، د قراردادي شرکتونو د مسؤلینو، د رسنیو استازو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد پله د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح وویل، « اوس د هر وخت په پرتله د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده، چې د هېواد ټولې پراختیایې پروژې ا.ا.ا له بودیجې څخه په ګټې اخیستنې تطبیق کیږي. دلیل یې دا دی چې د فساد، خیانت او غلا مخنیوی شوی دی».

نوموړي زیاته کړه، چې د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین سړک رغنیزې چارې په درېیو برخو کې پیل شوې وې، چې سږ کال پکې د لومړۍ او پنځمې برخې د څه باندې ۳۲ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې د اسفالټ چارې بشپړې شوې دي، او پاتې چارې به یې، ان‌شاءالله، په راتلونکي کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د مراسمو په لړ کې د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، وویل چې دغه پل ۵۶ متره اوږدوالی او ۱۳.۵ متره پلنوالی لري، چې ۱۱ متره یې د موټرو د تګ‌راتګ لپاره او ۲.۵ متره یې د پلي تګ لپاره رغول شوی دی. د یاد پله رغنیزې چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره، پر یادې لویې لارې تګ راتګ کوونکي مسافر او موټرچلوونکي خوښي څرګندوي او وایي، چې له دې وروسته به پر پخواني پله ترافیکي ګڼه‌ګوڼه د پخوا په پرتله کمه شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د یادې پروژې په بشپړېدو خوښ دي او له اسلامي امارت څخه د ورته نورو پراختیایي پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS