په کندز ولایت کې د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Sun, Jan 04 2026 11:28 AM
په کندز ولایت کې د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت  پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند بنګي سیند پر سر د چغه پل او همداراز د آقتاش ولسوالۍ اړوند آقتاش پل د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالحق حقمل، سیمه ییزو مسؤلینو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

یاده پروژه د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو ساختماني شرکت سره قرارداد شوې ده، چې لګښت یې د ټولګټو وزارت د انکشافي بودجې څخه تمویلېږي او د پنځو میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS