د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

kalim_admin
Sun, Mar 01 2026 12:28 PM
د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، د تېر ( ۱۴۰۳ هـ. ش) کال په ۱۱ میاشتو کې ( ۴۰۴۰۸۵۵) مټریک ټنه انتقالات ترسره شوې وو، چې د روان کال ترسره شويو انتقالاتو شمیرنې د تېر کال په پرتله ۳۳.۳ سلنه لوړ والی ښیي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې د حیرتان بندر له لارې (۳۷۷۰۵۳۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۰۱۰۷۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ( ۶۵۴۹۱۵ ) ټنه او د خواف –هرات (۵۶۱۰۲۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۵۳۸۷۵۴۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په یادو ۱۱ مياشتو کې (۷۰۸۴۱) ټنه  صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې. کچالو، وریجې، مس، د هندوانې زړي، نوشابه  او د انارو جوس دي.

د  یادونې وړده، چې د ۱۴۰۰ هـ. ش کال د میزان میاشتې له پیله د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې میاشتې تر پایه پورې د ټولګتو وزارت د اوسپنیزې کرښې د څلورو بندرونو له لارې څه باندې ۲۰ میلیون مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

.

6 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS