د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی
د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، د تېر ( ۱۴۰۳ هـ. ش) کال په ۱۱ میاشتو کې ( ۴۰۴۰۸۵۵) مټریک ټنه انتقالات ترسره شوې وو، چې د روان کال ترسره شويو انتقالاتو شمیرنې د تېر کال په پرتله ۳۳.۳ سلنه لوړ والی ښیي.
د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې د حیرتان بندر له لارې (۳۷۷۰۵۳۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۰۱۰۷۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ( ۶۵۴۹۱۵ ) ټنه او د خواف –هرات (۵۶۱۰۲۶) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۵۳۸۷۵۴۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په یادو ۱۱ مياشتو کې (۷۰۸۴۱) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې. کچالو، وریجې، مس، د هندوانې زړي، نوشابه او د انارو جوس دي.
د یادونې وړده، چې د ۱۴۰۰ هـ. ش کال د میزان میاشتې له پیله د ۱۴۰۴ هـ ش کال د دلوې میاشتې تر پایه پورې د ټولګتو وزارت د اوسپنیزې کرښې د څلورو بندرونو له لارې څه باندې ۲۰ میلیون مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
