د سرپل ولایت د حلقوي سړک د جوړولو چارې د ټولګتو وزارت لخوا د څه باندې یو ملیارد افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
Tue, Apr 28 2026 11:40 AM
د سرپل ولایت د حلقوي سړک د جوړولو چارې د ټولګتو وزارت لخوا د څه باندې یو ملیارد افغانیو په ارزښت جریان لري

د سرپل ولایت د حلقوي سړک د جوړولو پروژه، چې ۱۲.۵ کیلومتره اوږد والی لري، د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا د له یو خصوصي سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده او ټاکل شوې، چې د دغې پروژې چارې به په ۱۴۰۷ لمریز کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد سړک د سرپل – شبرغان لویې لارې اړوند له فیض‌آباد سیمې څخه پیلېږي او د آسیاب په سیمه کې د سرپل – سنګ چارک له لارې سره نښلي.

د دې سړک ټولټال پلنوالی ۲۱ متره دی، چې د سړک په منځ کې ۳ متره شنه برخه (ګلدان)، وسایطود تګ راتګ لپاره دوه قیر شوې لیکې چې هره یوه یې ۷ متره پلنوالی لري، ۹۰ سانتي متره سیخدار ویاله او دواړو غاړو ته ۱.۱۰ متره د خښتي پلي لارې شاملې دي همدا رنکه د دې سړک په اوږدو کې د ۶۵ پلګوټو د جوړولو کار هم شامل دی.

د دغې پروژې چارې  د۸۰ عرادې ماشینرۍ پرمټ پرمخ وړل کیږي، او د ۲۴ تنه انجنیرانو تر څنګ ۲۸۰ تنه ماهرو او غیر ماهرو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سرپل حلقوي سړک د دې ولایت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه به راکمه شي او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.

.

8 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS