د سرپل ولایت د حلقوي سړک د جوړولو چارې د ټولګتو وزارت لخوا د څه باندې یو ملیارد افغانیو په ارزښت جریان لري
د سرپل ولایت د حلقوي سړک د جوړولو پروژه، چې ۱۲.۵ کیلومتره اوږد والی لري، د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا د له یو خصوصي سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده او ټاکل شوې، چې د دغې پروژې چارې به په ۱۴۰۷ لمریز کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک د سرپل – شبرغان لویې لارې اړوند له فیضآباد سیمې څخه پیلېږي او د آسیاب په سیمه کې د سرپل – سنګ چارک له لارې سره نښلي.
د دې سړک ټولټال پلنوالی ۲۱ متره دی، چې د سړک په منځ کې ۳ متره شنه برخه (ګلدان)، وسایطود تګ راتګ لپاره دوه قیر شوې لیکې چې هره یوه یې ۷ متره پلنوالی لري، ۹۰ سانتي متره سیخدار ویاله او دواړو غاړو ته ۱.۱۰ متره د خښتي پلي لارې شاملې دي همدا رنکه د دې سړک په اوږدو کې د ۶۵ پلګوټو د جوړولو کار هم شامل دی.
د دغې پروژې چارې د۸۰ عرادې ماشینرۍ پرمټ پرمخ وړل کیږي، او د ۲۴ تنه انجنیرانو تر څنګ ۲۸۰ تنه ماهرو او غیر ماهرو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د سرپل حلقوي سړک د دې ولایت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه به راکمه شي او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره به زمینه برابره شي.
