د ټولګټو وزارت محترم وزیر په نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو کې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د تېرې اوونۍ په چهار شنبه او پنج شنبه ورځو کې د یاد وزارت د یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا نورستان، کنړ او لغمان، ولایتونو ته سفر وکړ هلته یې له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه
محترم وزیر صاحب د خپل کاري سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت د کامدېش- برګمټال سړک د رغنیزو چارو سربېره، د کنړ–نورستان سړک، د کنړ ولایت د سړکونو، پشد او زیړي بابا پلونو او همدارنګه د لغمان ولایت د ده زیارت نوي پل له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو اړوندو مسؤلانو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د پر وخت بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې
د نورستان ولایت د کامدېش–برګ مټال دویم لین ۵۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې دا مهال پیل شوې دي او عملاً جریان لري، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر پلونو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي
.بلخوا د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو هم ډاډ ورکړی چې د دغو پروژو چارې به په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې له نړیوالو معیارونو سره سمې بشپړې کړي
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د روان ۱۴۰۵هـ.ش کال له پیلېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پروژو د بیا پیلېدو او روانو چارو څخه د ښه تطبیق په موخه لیدنې کړې دي
