په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
Wed, Jul 29 2026 11:43 AM
په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧ سلنه فزیکي سره په چټکۍ جریان لري.

یاد سړک ۲۷.۸ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري او د خون کوتل له لارې د اجرستان او مالستان ولسوالۍ سره نښلوي.

د یاد سړک په اوږدو کې ۱۵۳ کوچنیو او لویو پلګوټو، ۵۲۸۶ متره استنادي دېوالونو او د دوه واشونو کار هم شامل دی، چې د يادو پلګوټو له ډلې د ٤٠ پایې پلګوټو کار بشپړ، ۳۵ پایې پلګوټي تر کار لاندې او د ۷۸ پلګوټورغنیزې چاري به ژر پیل شي.

د خون کوتل سړک د غزني ولایت له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسواليو سربېره د دايکندي او ارزګان ولايتونو د اوسېدونکو د تګ‌ راتګ ستونزې هم هوارې شي.

.

11 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS