په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي
د ا.ا.ا. د ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې دا مهال یې د ډیزاین سربېره رغنیزې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک ۶۰ کیلومتره اوږدوالی او د سړک د څنډو (شولډرونو) په ګډون ۱۲.۳۰ متره پلنوالی لري، چې د میدان وردګ ولایت له چک ولسوالۍ څخه پیلېږي او د یاد ولایت تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک د ډیزاین چارې لا تر اوسه نه دي بشپړې شوې او ښایي له ډیزاین وروسته یې اوږدوالی تغییر وکړي.
په یاده پروژه کې د ۷۷ پایې پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې دا مهال د یاد سړک د لومړۍ او دویمې برخې د کیندنې او پرکارۍ، او همدارنګه د پلګوټو د کیندنې او جوړولو چارې جریان لري.
د یاد سړک د رغنیزو چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د چک او دایمیرداد ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ، د کرنیزو محصولاتو د لېږد او د دایمیرداد ولسوالۍ د ګچ کان د استخراج او انتقالاتو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
