د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
Tue, Aug 11 2026 9:22 AM
وزیر محترم فواید عامه از جریان کار توسعه و تأسیسات جدید ایستگاه خط آهن بندر تورغندی دیدار نمود

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د ترکمنستاني لوري د « دیمیریول ګورلوشیک» دولتي شرکت له رئیس، محترم سردار قربانوف، سره چې د یادې پروژې چارې پر مخ وړي هم وکتل او په دغه لیدنه کې د یادې پروژې د پرمختګونو، شته ستونزو د حل او تخنیکي مشخصاتو په اړه خبرې وشوې. د ټولګټو وزارت محترم وزیر ټینګار وکړ چې یاده پروژه دې د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک له مخې بشپړه شي.

په دې لیدنه کې د « دیمیریول ګورلوشیک» شرکت رئیس هم ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې چارې به په ټاکلي وخت، د غوره کیفیت او تخنیکي مشخصاتو مطابق بشپړې کړي.

تورغونډۍ بندر په هرات ولايت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري او د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد يو له مهمو ترانزیټي مسيرونو څخه ګڼل کېږي.

.

11 months 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS