د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې
د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنهده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه او ۹۲۰ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده، چې د دایکندي ولایت د والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي اکرامالله عبدالرافع، سیمهییزو مسئولینو او یو شمېر قومي مخورو په شتون کې رسماً پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
د یادې پروژې د تطبیق موخه د هېوادوالو د ځان او مال خوندیتوب او د ترافیکي پېښو مخنیوی دی، چې د یادې پروژې چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د سړکونو د خوندیتوب په برخه کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
