د کندهار – هلمند د دویم لین سړک د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې د ۵۲ کیلومتره اوږدوالي سره جریان لري

kalim_admin
Tue, Sep 29 2026 1:32 PM
د کندهار – هلمند د دویم لین سړک د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې د ۵۲ کیلومتره اوږدوالي سره جریان لري

د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک) د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د اساسي رغونې چارې ۵۲ کیلومتره اوږد والي سره  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او په بېلابېلو برخو کې یې چارې په منظم ډول جریان لري.

د کندهار –  هلمند (باغ پل – ګرشک ) دویم لین سړک ټولټال ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د کندهار له باغ پل سیمې څخه پیلېږي او د ګرشک تر دوراهي پورې غځېدلی دی. اوس مهال یې د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې په عملي ډول روانې دي او د پاتې برخو د رغونې کاریې هم د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل دی.

د دې سړک دویمه برخه ۲۶ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۳ متره پلنوالی او په دواړو غاړو کې ۳-۳ متره د سړک غاړې (شولډرونه) لري، چې په اوږدو کې یې د ۸۱ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي او تر دا مهاله یې  د ۵۴ پایو پلګوټو چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو چارې یې هم په چټکۍ سره روانې دي. یاده پروژه ۳۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

دغه راز د یاد سړک درېیمه برخه هم ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یوه پایه ۴۰ متره پل، ۶۸ پایو پلګوټو او د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲.۵ مترو په  پلنوالي سره د دوو واشونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.

د یادونې وړده چې تر دامهاله د یادې برخې د ۶۶ پایو پلګوټو د رغونې چارې بشپړې شوې او د پاتې نورو برخو چارې یې هم په منظم ډول روانې دي. د سړک دغه برخه  ۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد د ترانسپورتي زېربناوو په برخه کې د پراختیايي پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ او سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د هوسا لېږد رالېږد زمینه برابره کړي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS