په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې، د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عزتالله عارف او یو شمېر سیمهییزو مسؤولینو په شتون کې افتتاح او رسماً پیل شوې.
په دغو پروژو کې د پروان – بامیان مسیر په اوږدو کې د ۵۵ متره استنادي دېوال د ترمیم چارې، د همدې مسیر اړوند د ۱۱.۵ متره درې حجروي پلګوټي، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و د ترمیم او بیا رغونې چارې او همدارنګه د پروان ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د ترمیم چارې شاملې دي.
