د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Mon, Oct 12 2026 1:25 PM
د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ځایي مسوولینو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې پیل شوې.

په دغه پروژه کې د یاد سړک د فرش د تخریب شویو برخو ترمیم  او د ګبیوني استنادي دېوالونو جوړولو چارې شاملې دي او ټاکل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړه ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې پر یاده لویه لار د تلونکو مسافرو او موټرچلوونکو ستونزې هوارې شي.

.

1 year 1 month ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS