د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
محترم وزیر صاحب په یاد سفر کې د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، په پروژه کې د معیاري موادو د کارولو او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د سپین بولدک ولسوالۍ دغه سړک شاوخوا ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې په څلورو لینونو کې رغول کېږي. د سړک په جوړښت کې اصلي او فرعي سړکونه، منځنی ګلدان، د فرعي سړکونو ګلدانونه، د دواړو غاړو پیادهروونه او د اوبو لېږدولو ویالې شاملې دي.
یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ١ میلیارد او ٣٣٥ میلیونه افغانۍ قرارداد شوې ده چې رغنیزې چارې یې دا مهال د ٣٠ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ جریان لري.
