د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

kalim_admin
Wed, Oct 28 2026 3:27 PM
د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې دي، چې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک په ټولیز ډول ۱۰۴.۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

د یاد سړک د درېیم لاټ د آسفالټ چارې د ټولګټو وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، یو شمېر تخنیکي انجنیرانو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو په شتون کې رسماً پيل شوې.

محترم وزیر صاحب د پروژې د آسفالټ اچونې چارو د پرانیستې پر مهال وویل، چې د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین اړوند د باغ‌پل – ګرشک سړک شاوخوا ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د ټولپلازا له لارې رغول کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال د یاد سړک د ۵۲ کیلومتره برخې رغنیزې چارې په دوو لاټونو کې روانې دي.

همدارنګه، محترم وزیر صاحب د دواړو برخو د روانو چارو ارزونه وکړه او د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو ته یې د چارو د چټکتیا، د معیاري او باکیفیته ساختماني موادو د کارولو، د رغنیزو چارو د کیفیت لوړولو او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یاد سړک درېیم لاټ ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یوه ۴۰ متره پل، ۶۸ پلګوټو او دوو واشونو د جوړولو چارې هم شاملې دي. تر دې مهاله د ۶۶ پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو کارونه روان دي. همدارنګه، د دویم لاټ په ۲۶ کیلومتره برخه کې د ۸۱ پلګوټو د جوړولو چارې شاملې دي، چې تر دې مهاله یې د ۷۴ پلګوټو چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو رغنیز کارونه روان دي.

د زېربنایي پروژو له کاري بهیر څخه دوامداره او منظمه څارنه او ارزونه د رغنیزو چارو پر کیفیت او کمیت مثبت اغېز لري، چې د پروژو د چارو چټکتیا، د معیارونو رعایت او په ټاکلي وخت د هغو بشپړېدل تضمینوي.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS