د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغنې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالۍ سړک پر مسیر د دوو پایو پلګوټو د ترمیم او بیا رغونې چارې د څه باندې ۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمهییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.
دغه پلګوټي هر یو ۱۳.۲ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، چې د وروستیو سېلابونو له امله تخریب شوي وو. د یادو پلګوټو د بیارغونې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه دا ډول پروژې پلي کوي، ترڅو د ترانسپورتي اسانتیاوو ترڅنګ د سړکونو د تخریب مخه ونیول شي.
