د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې ټولګټو وزارت ۴۹ د ساتنې او څارنې پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد او پیل کړې دي

kalim_admin
Sun, Nov 15 2026 1:26 PM
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې ټولګټو وزارت ۴۹ د ساتنې او څارنې پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد او پیل کړې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د روان کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې  د ۴۹ پروژو چارې د ټولټال ۸۴۶ میلیونه، ۴۸۵ زره او ۹۳۴ افغانیو په ارزښت له بېلابېلو خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد او پیل کړې دي.

په یادو پروژو کې د سړکونو ترمیم، بیارغونه، جغل‌اچونه، پراخول، د سړکونو د فرش ترمیم، د ګارډرېلونو نصب، د استنادي دېوالونو، پلونو او پلګوټو د بیارغونې چارې شاملې دي.

ټولګټو وزارت په روان کال کې په ټولیزه توګه د تېر کال انتقالي او روان کال نوې قرارداد شوې ۸۳ د ساتنې او څارنې پروژې تر کار لاندې لري، چې دا مهال یې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره عملاً جریان لري.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هېواد ترانسپورتي زیربناوې پیاوړې، د سړکونو وضعیت ښه او د موټرو د تګ راتګ لپاره به مناسب شرایط برابر شي. همدارنګه به د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره راکمې او د سړکونو د لا زیات تخریب مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې د ۳۷ ساتنې او څارنې پروژو چارې د ۱ میلیارد، ۲۷۱ میلیونه، ۷۴۳ زره او ۸۱۹ افغانیو په ارزښت بشپړې شوې دي، چې موخه یې د هېوادوالو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول او د سړکونو د لا زیات تخریب مخنیوی دی.

.

1 year 2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS