سالنګ د لویو بار وړونکو او د پنجشېر انجمن کوتل د ټولو موټرو پر مخ وتړل شو

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 05 2021 12:11 PM
سالنګ د لویو بار وړونکو او د پنجشېر انجمن کوتل د ټولو موټرو پر مخ وتړل شو

 

له ولایتونو څخه د ټولګټو وزارت د ټیمونو د راپور پر بنسټ د واورې د اورښت، ښویېدنې او تیز باد له کبله د پنجشېر ولایت د انجمن کوتل لار د موټرو پرمخ بنده شوي. دا لار به د هوا له سمېدو سره د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ په مرسته بیرته پرانستل شي.

بل پلو په سالنګونو کې د تیرې شپې تر ۱۲ بجو پورې واوره اورېدلې چې اندازه یې ۱۰ سانتي متره ښودل شوي او له ګواښونو څخه د مخنیوي په پار یاده لار د لویو باروړونکو یا ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور موټر پرې تګ راتګ کولی شي.

د یادونې وړه ده چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي د ترافیکو د منظم جریان او لارې پرانیستو په موخه د سالنګ په دواړو خواوو کې لاس په کار شوي دي.

د وري ۱۶، ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت ـ کابل

May be an image of text

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS