د میل ۷۸ سړک د ۲۳ کیلو متره پاته برخې رغنیزې چارې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Wed, May 05 2021 11:18 PM
د میل ۷۸ سړک د ۲۳ کیلو متره پاته برخې رغنیزې چارې پیل شوې

د ټولگټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین فراه ولایت ته د خپل سفر پر مهال چې ایراني پلاوي یې هم ملتیا کوله د میل ۷۸ سړک د ۲۳ کیلو متره پاته برخې چارې د پټۍ په پرې کولو سره رسماً پیل کړې.

د دې سړک اوږدوالی ټولټال ۱۱۷ کیلو متره کیږي چې د فراه ولایت مرکز له ایران سره نښلوي او د ایران اسلامي جمهوریت یې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې د رغونې ژمنه کړې وه چې اوس مهال یې پر پاته برخه هم جدي کار پیل شو.

د یاد سړک چارې په دریو برخو وېشل شوې چې ۶۴ کیلو متره یې بشپړ شوی، ۳۰ کیلو متره تر کار لاندې او د پاته ۲۳ کیلو متره سړک چارې یې تازه پیل شوې.

دا سړک ۱۱ متره پلنوالی لري چې ۷.۳ متره یې د موټرو د تگ راتگ لپاره اسفالټ یا قیر کیږي او د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ایران له مرسته شویو پیسو رغول کیږي.

ایراني پلاوي دا ژمنه هم وکړه چې د جوړ شوي سړک ورانې شوې برخې به له سره ترمیم کړي چې په دې سره به له سړک څخه د اوږده مهال لپاره ګټه اخستل کیږي.

د ابونصر فراهي بندر له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو تر منځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS