سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه يې د هر افغان ملي او ديني وجيبه ده

Anonymous (not verified)
Tue, May 18 2021 3:18 PM
سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او پالنه يې د هر افغان ملي او ديني وجيبه ده

ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د خلکو د همکارۍ قدرداني کوي

==== 

د میدان وردګو ولایت ځوانانو د دې ولایت اړوند کابل ـ کندهار لویې لارې هغه برخې بیارغوي، چې د وسلوالو مخالفینو له لوري د سړک غاړو ماینونو او له ټاکلي اندازې څخه د ډېر باروړنکو موټرو له لوري ویجاړې شوې وې

د ټولګټو وزارت رهبري د میدان وردګو ولایت د ولسونو له دې کړنې مننه او قدرداني کوي، چې د هیواد په جوړلو کې خپل دیني رسالت او ملي مسؤلیت ادا کوي

د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت پلان لري د کابل ـ کندهار لویه لار په پاخه او اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي، چې اوس مهال یې د سروي او ډیزاین لومړني کارونه پیل شوي، چې له بشپړيدو سره سم به يې د بیارغونې کار پيل شي

یاد وزارت له ټولو هیوادوالو څخه غواړي، چې د سړکونو، پُلونو او پُلګوټو په ساتنه او بیارغونه کې چې ملي شتمنۍ دي له دې وزارت سره لاس یو کړي

د ټولګټو وزارت ـ رسنیز دفتر

.

11 months ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS