د جلال آباد ښار دننه سړکونو رغنیز کار بشپړ او په نږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي

Anonymous (not verified)
Sun, May 30 2021 2:53 PM
د جلال آباد ښار دننه سړکونو رغنیز کار بشپړ او په نږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي

د جلال آباد ښار دننه سړکونو رغنیز کار بشپړ او په نږدې ورځو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي

د غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۰

دا سړکونه چې ۹.۳۷۲ کلیلومتره اوږدوالی لري، د جلال آباد ښار دننه په څلورو بیلابیلو برخو کې جوړ شوي چې لومړۍ برخه یې د فارم هډې - کړییز سړک، دویمه برخه یې په توحید مېنه کې، دریمه برخه یې په لسمه ویاله او څلورمه برخه یې په اکمالاتي بیس سیمه کې موقعیت لري، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې بشپړې شوې خو یوازې د سړک نښې یې پاته دي چې هغه به هم په نږدې ورځو کې بشپړې شي.

دا پروژه د څه باندې ۱۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول شوی.

له دې سړک څخه به د جلا آباد ښار د فارم هډې، توحید مېنې، لسمې ویالې او اکمالاتي بیس سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د چاپېریال د پاکوالي تر څنګ به ښاري ګڼه ګوڼه ورسره کمه شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

 

.

11 months 1 week ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS