د هېواد د آبادۍ دښمنانو په پکتیکا کې یو پُل او یو پلګوټی نړولي

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 03 2021 3:30 PM
د هېواد د آبادۍ دښمنانو په پکتیکا کې یو پُل او یو پلګوټی نړولي

د ګران هېواد د آبادۍ دښمنانو په پکتیکا ولایت کې تېره شپه د ښرنې – انګور هډې پر سړک چې یو ټرانزیټي مسیر دی یو پل او یو پلګوټی په بمونو الوزولي. نړول شوی پل د سر روضې ولسوالۍ په پړاو کلي او پلګوټی د ارګون ولسوالۍ په شاطورو سیمه کې په بمونو الوزول شوي چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. یاد پل د ۶۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره په دریو وایو کې جوړ شوی چې یوه وایه یې په بشپړه توګه ورانه شوې او پر بیا رغونه به یې شاوخوا ۴۵ میلیونونه افغانۍ لګښت راشي. د هېواد د آبادۍ دښمنانو په روانه اونۍ کې یو پل او دوه پلګوټي د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یو پلګوټی د میدان ښار – کابل او یو پلګوټی د کابل – لوګر پر مسیر هم په بمونو الوزولي دي.

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS