د کندوز ښار د ماسټر پلان پر لومړني سړک رغنیز کار پیل شو

Anonymous (not verified)
Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
د کندوز ښار د ماسټر پلان پر لومړني سړک رغنیز کار پیل شو

د ښاري ښکلا او ټرانسپورټي ستونزو د هواري په موخه ټولګټو وزارت په کندوز ښار کې د ماسټر پلان پر لومړني پراخ سړک کار پیل کړ چې له چوک څخه د هوايي ډګر تر سړک پورې غځيږي.

دا سړک ټولټال ۷.۹۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې له چوک څخه تر څه باندې دوه کیلو مترۍ پورې یې پلنوالی د ۳۹ او ۴۵ مترو تر منځ او د پاته برخې لپاره یې ۲۰ متره سور ډیزاین شوی دی چې ګلدانونه او پلې لارې به هم ولري.

د دې سړک د کار پیل پټی د کندوز د سیمه ییزې ادارې د رهبرۍ له خوا پرې شوه چې د څخه باندې یو کال په اوږدو کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.

د دغه پراخ سړک تړون د نږدې ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له خوا له دوو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د کندوز ښار د دې ښکلي سړک په پروژه کې د ۳۰۰ پایو سولرې څراغونو د لګولو تر څنګ د پلو لارو، ګلدانونو، ۲۵ پایو پُلګوټو او ۴۱۹۱ متره لښتیو جوړول هم شامل دي.

.

6 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS