د اروزګان – کندهار ترمنځ د ۲۴ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Anonymous (not verified)
Sat, Jul 10 2021 4:31 PM
د اروزګان – کندهار ترمنځ د ۲۴ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ ښار څخه د کندهار ولایت تر شاه ولي کوټ ولسوالۍ پورې د سړک ۲۴ کیلومټره برخه په پاخه او اساسي ډول جوړېږې چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوې.

د یاد سړک د سروې او ډیزاین چارې څه موده وړاندې د ټولګټو وزارت له لخوا سرته رسېدلي وې، چې اوس مهال یې رغنیز کار د چټکتیا په موخه د ملي پراختیا شرکت له لوري ترسره کیږي او ټول مالي لګښت یې د ټولګټو وزارت لخوا ورکول کیږي.

ددغه سړک د رغیدا او اسفالټ ترڅنګ به د سړک په اوږدو کې پلونه، پلچکونه او د اوبو لښتي هم په پاخه او اساسي ډول سره جوړشي.

د سړک دا پروژه له مهمو ملي پروژو څخه دی چې له جوړېدو سره به یې د اروزګان ولایت د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي همدارنګه به د اړوند سیمو اوسېدونکو ته کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

.

3 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS