د ټولګټو وزارت دری تنه نوي رئیسان دندو ته ور وپیژندل شول

ashraf_admin
Sat, Nov 20 2021 10:26 PM
د ټولګټو وزارت دری تنه نوي رئیسان دندو ته ور وپیژندل شول

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د رهبرۍ له لزوم دید سره سم محترم انجنیر عامر یاسر د پروژو د کنترول او کیفیت سرپرست رئیس، محترم مفتي هارون رشید د ادارې او خدماتو سرپرست رئیس، مولوي حمیدالله مصباح د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه په داسې حال کې معرفي او په کار پیل وکړ چې د دې وزارت مرستیالانو او یو شمیر رئیسانو هم حضور درلود.

د یادو رئیسانو په معرفي غونډه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم سید ادریس میر او د دې وزارت مالي او ادارې مرستیال محترم ملا بخت الرحمن شرافت، خبرې وکړې ویې ویل؛ په دنده کې تغیر او تبدیل د ښې حکومتوالي اصل دی، همدارنګه یې له نوي رئیسانو څخه وغوښتل تر څو په ټول توان سره ورسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کړي او د هیواد د آبادي لپاره هڅه وکړي.

ورسته نوي ټاکل شویو رﺉیسانو په خپل وار سره خبرې وکړې، د ټولګټو وزارت د رهبرۍ له باور څخه یې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې ورسپارل شوي دندې به په غوره توګه ترسره کړي او د ادارې د ښه والي لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.

 همدارنګه په دې مراسمو کې د ټولګټو وزارت رهبري د یادو ریاستونو مخکني رئیسانو له کړنو څخه مننه وکړه او د نورو بریاوو هیله یې ورته وکړه.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

5 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS