د مزار شریف – دره صوف سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې جریان لري

media_admin
Mon, Oct 02 2023 3:33 PM
د مزار شریف – دره صوف سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې جریان لري

 
د ټولګټو وزارت لخوا، د مزار شریف – دره صوف ولسوالۍ د ۴۶.۳ کیلومتره سړک د ویجاړو برخو د ترمیم او داغګیري کار د بلخ ولایت د محترم مرستیال والي، د ټولګټو رئیس او یوشمېر سیمه اییزو مسؤولینو په شتون کې پیل او دامهال جریان لري.
د سړک په دغه ترمیماتي پروژه کې د ۱۰۰ متره استنادي دیوال او دوو پایو پُلګوټو د ترمیم کار هم شامل دي، چې چارې یې د ټولګټو وزارت او برات بلدوزر او ګلستان دایکندي شرکتونو سره  د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې، چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي او تر راتلونکي څلور میاشتو پورې به یې کار بشپړ شي.

دیادونې وړده، چې د یادې ترمیماتي پروژې د کار  په جریان کې به د سېمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې د سړک له نور تخریب څخه مخنیوی وشي او ورسره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS