د کابل – جلال آباد لویې لارې د ویجاړو برخو او استنادي دیوالونو د ترمیم کار جریان لري

media_admin
Tue, Oct 24 2023 10:20 AM
د کابل – جلال آباد لویې لارې د ویجاړو برخو او استنادي دیوالونو د ترمیم کار جریان لري

ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې د ويجاړیدو برخو د ترمیم او بیا رغونې کار، د استنادي او محافظتي دیوالونو ترمیم، د دغه سړک اړوند یوشمېر پلګوټو پاک کاري او د سړک د لا تخریب د مخنیوي په موخه د یو شمېر استنادي دېولونو کار د کابل دروازې څخه تر لغمان ولایت پورې پیل کړی او دا مهال یې چارې عملاً جریان لري.

دغه سړک چې ۶۸ کيلومتره اوږدوالی لري، د ترمیم او بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت او خصوصي  شرکت ترمنځ  د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی چې لګښت یې د یاد وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې لويې لارې په ترميم او بيا رغونې سره به د مسافرينو  ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

.

2 years 3 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS