ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د پاتې برخو د اساسي رغونې پلان لري

media_admin
Mon, May 13 2024 9:23 AM
ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د پاتې برخو د اساسي رغونې پلان لري

د تېرې جمعې په ورځ د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي امیر خان متقي او د کابل او ننګرهار ولایتونو والي صاحبانو د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د شنبه په ورځ د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست له رئیس او کار کوونکو سره د لیدنې تر څنګه د یاد ولایت له پروژو او لعل پورې ولسوالۍ له پله څخه هم لیدنه وکړه او د دغه ولایت د ټولګټو رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د ولایت اړوند د هغو نښلوونکو سړکونو او لویو لارو هغه برخې چې د وروستیو سېلابونو له امله تخريب شوې دي اساسي ترمیم او بیا ورغوي او د امکاناتو د محدودیت او کمښت پر مهال دې موضوع وزارت ته وړاندې کړي تر څو د وزارت په کاري پلان کې شامل شي.

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS