ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم لین سړک د پاتې برخو د اساسي رغونې پلان لري

د تېرې جمعې په ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج مولوي امیر خان متقي او د کابل او ننګرهار ولایتونو والي صاحبانو د کابل – جلال آباد لویې لارې له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د شنبه په ورځ د ننګرهار ولایت د ټولګټو ریاست له رئیس او کار کوونکو سره د لیدنې تر څنګه د یاد ولایت له پروژو او لعل پورې ولسوالۍ له پله څخه هم لیدنه وکړه او د دغه ولایت د ټولګټو رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د ولایت اړوند د هغو نښلوونکو سړکونو او لویو لارو هغه برخې چې د وروستیو سېلابونو له امله تخريب شوې دي اساسي ترمیم او بیا ورغوي او د امکاناتو د محدودیت او کمښت پر مهال دې موضوع وزارت ته وړاندې کړي تر څو د وزارت په کاري پلان کې شامل شي.