د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د حیرتان - مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه ليدنه وکړه

media_admin
Tue, Jul 23 2024 3:05 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د حیرتان - مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد وزارت یو شمیر ولایتي رئیسانو یې هم ملتیا کوله؛ بلخ ولایت ته ورسید او د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسیر له (لومړي، دویم، دریم، څلورم او پنځم)  سټیشنونو او پورټونو او د ياد مسير د ترمیماتي چارو له جریان څخه يې لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره باید د يادې پروژې ترمیماتي چارې بشپړې شي، ترڅو د تجارتي توکو لیږد-را لیږد او ريلي انتقالات د مزار شریف تر ښار (څلورم او پنځم) پورټ پورې راورسيږي.
همدارنګه د یاد وزارت سرپرست وزیر د بلخ ولایت د عوایدو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلينو ته يې د عوايدو د کنټرول او په شفاف ډول راټولولو په تړاو هم لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د حیرتان-مزارشریف اصلي او فرعي اوسپنیزه کرښه له صفري نقطې څخه تر پنځم پورټ پورې ټولټال ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد له بلخ ولایت سره نښلوي.
دا مهال د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد د تخليې او بارګیرۍ پروسه یوازې په حیرتان بندر کې ترسره کیږي، چې د یادې ترمیماتي پروژې په بشپړیدو سره به ريلي انتقالات د مزار شریف ښار دننه په څلورم او پنځم پورټ کې هم پیل شي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم او رغونې سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته بشپړې آسانتیاوې چمتو کړي.
 

.

1 year 2 months ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS