د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د حیرتان - مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه ليدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د حیرتان - مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد وزارت یو شمیر ولایتي رئیسانو یې هم ملتیا کوله؛ بلخ ولایت ته ورسید او د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسیر له (لومړي، دویم، دریم، څلورم او پنځم)  سټیشنونو او پورټونو او د ياد مسير د ترمیماتي چارو له جریان څخه يې لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزير د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ مسؤلينو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره باید د يادې پروژې ترمیماتي چارې بشپړې شي، ترڅو د تجارتي توکو لیږد-را لیږد او ريلي انتقالات د مزار شریف تر ښار (څلورم او پنځم) پورټ پورې راورسيږي.
همدارنګه د یاد وزارت سرپرست وزیر د بلخ ولایت د عوایدو له آمریت څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلينو ته يې د عوايدو د کنټرول او په شفاف ډول راټولولو په تړاو هم لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د حیرتان-مزارشریف اصلي او فرعي اوسپنیزه کرښه له صفري نقطې څخه تر پنځم پورټ پورې ټولټال ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د هېواد له بلخ ولایت سره نښلوي.
دا مهال د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد د تخليې او بارګیرۍ پروسه یوازې په حیرتان بندر کې ترسره کیږي، چې د یادې ترمیماتي پروژې په بشپړیدو سره به ريلي انتقالات د مزار شریف ښار دننه په څلورم او پنځم پورټ کې هم پیل شي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم او رغونې سره درنو هېوادوالو او سوداګرو ته بشپړې آسانتیاوې چمتو کړي.
 

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمییم او بیا رغونې چارې د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې

د زابل ولایت په شينکۍ ولسوالۍ کې د قلات - شينکۍ پر مسير د يو پايه اوسپنيز کانکریټي پل د ترمیم او بیا رغونې چارې بشپړې شوې او نن د یو شمېر سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۲۶
Background image

د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

ټولګټو وزارت د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ۲۵۹‌۸۹۵۰۶۰ ميلیونو افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد کړي چې دامهال یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د ايران د ولسمشر له استازي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ايران هيواد ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ياد هيواد د ولسمشر له استازي محترم حسن کاظمي قمي او. . .

BACK TO NEWS